د بشري حقونو یو نړیوال څارونکی بنسټ وایي په افغانستان کې د ماشومانو مرګ ژوبله اوج ته رسېدلې ده. ددغه بنسټ په راپور کې راغلي چې د ۲۰۱۹ز کال په لومړیو ۹ میاشتو کې ۲۴۰۰ ماشومانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده. د سرچینې په وینا له کډوالۍ او جګړو سره سم په افغانستان کې د ماشومانو په ژوند کې یو ناورین را روان دی. دغه بنسټ وايي چې جګړو، کمزوري اقتصاد او کډوالۍ د ماشومانو پر ژوند ناوړه اغېز کړی دی او دغه راز افغانستان د ماشومانو لپاره خونړی هېواد دی. د بشري حقونو د څار دغه نړیوال بنسټ وايي چې له بهر د کډوالو راستنېدلو هم د ماشومانو پر ژوند ناوړه اغېز کړی دی او ددوی د راتلونکې په اړه خورا ګڼې اندېښنې پارېدلې دي.





























