د سولې خبرو ته نږدې سرچینو رویټرز خبري آژانس ته ویلي طالبانو تازه توافق کړی چې له امریکا سره د سولې هوکړې لاسلیک په صورت کې به پر امریکايي ځواکونو بریدونه نه کوي، خو تر څنګ به یې پر افغان ځواکونو هم خپل بریدونه کموي. سرچینې په دې اړه تر دې ډېر جزیات نه دي ورکړي. دغه راپورونه داسې مهال خپرېږي چې په دې وروستیو کې په ګڼو ولایتونو کې د افغان ځواکونو او طالبانو ترمنځ سختې نښتې شوې دي. په وروستیو څو ورځو کې په کندوز او بغلان کې پر افغان ځواکونو د طالبانو برید کې تر ۳۰ ډېر سرتېري وژل شوي هم دي. بلخوا افغان حکومت هم طالبانو ته د درنې مرګ ژوبلې د اړولو ادعا کوي.





























