د ملګرو ملتونو سازمان وایي، طالبانو لا هم له القاعده شبکې سره اړیکې نه دي پرې کړي. یاد سازمان په یو تازه خپاره کړي راپور کې ویلي، طالبانو القاعده ډلې ته پناه ورکړې، ساتنه یې کوي او په بدل کې یې یاده ډله طالبانو ته روزنه ورکوي او مالي ملاتړ یې کوي. راپور کاږي، په هلمند ولایت کې د هند نیمې وچې لپاره د القاعده ډلې د مشر عاصم عمر وژل کېدل د دې ښکارندويي کوي چې دا ډله لا هم له طالبانو سره نږدې اړیکې لري. ملګري ملتونه وایي، طالبانو له ۱۹۹۰ کال راپدېخوا له القاعده ډلې سره د اړیکو په اړه دروغ ویلي دي او د طالبانو په صفونو کې د یادې ډلې د وسله والو موجودیت لا هم مبهم دی. یاد سازمان د طالبانو په ډله کې د بهرنیو وسله والو پر موجودیت اندېښنه څرګنده کړې او دا یې یو اوږدمهالی ګواښ یاد کړی دی.





























