د بښنې نړیوال سازمان وایي چې د ۲۰۱۹ کال په اوږدو کې ملکي افغانان د جګړو د ادامې له امله ځپل شوي دي. د امنسټي انټرنشنل له خوا په هغه کلني راپور کې چې تازه خپور شوی، په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د دفتر یا یوناما په استناد راغلي چې د ۲۰۱۹ کال په لومړیو نهو میاشتو کې په افغانستان کې ۲۳۶۳ ملکیان وژل شوي دي او ۵۶۷۶ نور ټپیان شوي دي. د راپور له مخې اکثره مرګ ژوبله د حکومت مخالف وسله والو د بریدونو او چاودېدونکو موادو له امله رامنځته شوې ده. د بښنې نړیوال سازمان وايي چې د هوایي عملیاتو او د پلټنې د عملیاتو پر مهال چې حکومت پلوه ځواکونو کړي، ملکي تلفات زیات شوي دي. خو دفاع وزارت وايي، چې افغان ځواکونو تل هڅه کړې چې د دولت د وسله والو مخالفینو په وړاندې عملیاتو کې تر ټولو زیات د ملکي وګړو خوندیتوب ته پام وکړي. د جنوبي اسیا لپاره د بخښنې نړیوال سازمان مرستیال مشر عمر وړایچ وایي، په ۲۰۲۰ کال کې باید نړیوال د افغانستان د شخړو په برخه کې بې تفاوته پاتې نه شي او د افغانانو حمایت وکړي.





























