پر ټاکنو د څار یو شمېر بنسټونه وايي، د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون د سیاسي فشارونو لاندې دی. د دغه بنسټ ویاند احمد زبیر حبیب زاده وايي، چې دا فشارونه په ټاکنو کې د ښکېلو لورو له خوا دي، خو نوموړي په دې اړه زیات جزیات نه دي ورکړي. د ټیفا ویاند وايي، دغو فشارونو د ولسمشرۍ ټاکنو د مخکښو نوماندانو ترمنځ د سیاسي هوکړې په اړه اندېښنې زیاتې کړې دي. د نوموړي په وینا دوی به د دغو فشارونو څرنګوالی راتلونکو څو ورځو کې په ډاګه کړي. خو د افغانستان د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون پر دغه کمېسیون د سیاسي فشارونو خبره ردوي. د دغه کمېسیون کمېشنر قطبالدین رویدار وايي، دوی تر اوسه تر هېڅ ډول سیاسي فشار لاندې نه دي.





























