د کندوز ولایت په امام صاحب ولسوالۍ کې د حزب اسلامي د یو قوماندان دوژل کېدو له امله یو شمیر خلکو لاریون کړی. د کندز ولایت په امام صاحب ولسوالۍ کې د حزب اسلامي یو قوماندان د خپلې کورنۍ له ۷ غړو سره وژل شوی دی. د حزب اسلامي د رهبرۍ شورا غړي وایي، د دې حزب یو غړی غلام رباني د افغان ځواکونو له لوري په هوایي عملیاتو کې وژل شوی دی. هغوی وایي، دغه برید هغه مهال شوی چې نوموړی د خپلې کورنۍ له غړو سره، د سفر پر مهال وو. امنیتي چارواکو تر دې دمه په دې اړه څه نه دي ویلي.





























