د کډوالۍ نړیواله اداره وايي، د روان ۲۰۲۰ کال له جنورۍ میاشتې څخه بیا د یادې میاشتې تر وروستۍ نېټې پورې له ایران او پاکستان څخه ۲۳۴۸۱کډوال افغانستان ته را ستانه شوي دي. دغه اداره وايي، په دغه موده کې د افغان کډوالو لویه برخه چې ۲۲زه ۹۱۵ تنه کېږي له ایران څخه ستانه شوي دي. د کډوالۍ نړیوالې ادارې په خپل راپور کې ویلي، چې د یادو کډوالو له ډلې ۱۲زره ۷۴۸ تنه له ایران څخه په زوره ایستل شوي او ۱۱۶۷ تنه نور پخپله خوښه هېواد ته را ستانه شوي دي. له ایران څخه داسې مهال زیات افغان کډوال خپل هیواد ته را ستنیږي چې په دې وروستیو کې پر دغه هېواد د امریکا اقتصادي بندیزونو له امله هغه هېواد له فشارونو سره مخ دی.





























