کونړ کې د واکسین تېر کمپاین کې نږدې ۴۰ زره ماشومان د پولیو له واکسین پاتې شوې دي چې چارواکي وايي هڅې یې پیل کړي تر څو د پاتې کېدونکو ماشومانو کچه راکمه کړي. د کونړ د عامې روغتیا رییس ډاکټر عزیز ساپی وايي، چې تېر کمپاین کې تر ۴۰ زره ماشومان له واکسین پاتې شوې دي، نوموړی وايي ډېر یې په هغو سیمو کې دي چې د دولت مخالفه وسله وال پکې حاکم دي. هغه وايي ځینو سیمو کې د خبرو اترو او جرګو له لارې یوې پایلې ته رسېدلي چې د واکسین پر وړاندې مخالفت ختم شي، خو بیا هم ځینې سیمې لا پاتې دي چې واکسین کولو ته اجازه نه ورکول کېږي.





























