د افغانستان پر بیا رغونې د امریکا د څار ادارې یا سیګار په خپل تازه درې میاشتني راپور کې ویلي، چې د ۲۰۱۹ کال په وروستیو دریو میاشتو کې د وسله والو بریدونه له ۲۰۱۰ کال راهیسې چې ثبت یې پیل شوی، د همدې مودې په پرتله تر بل هر وخته زیات وو. راپور کې ویل شوي، د تېر کال سپتمبر تر ټولو خونړۍ میاشت وه. سیګار ویلي، د ولسمشرۍ ټاکنو له تر سره کېدو وروسته هم تاوتریخوالي دوام درلود. راپور زیاتوي افغان ځواکونو د دریو نورو ربعو په پرتله د ۲۰۱۹ کال په وروستیو دریو میاشتو کې ۵۳۴ ځمکني عملیات تر سره کړي او دې کې یوازې ۳۱ سلنه عملیات د امریکايي ځواکونو له ملاتړه پرته تر سره شوي دي. د راپور له مخې په ۲۰۱۹ کال کې یوازې د افغان ځواکونو د عملیاتو کچه ۴۳ سلنه وه. سیګار ویلي، دا ښيي چې په تېر کال کې پر نړیوالو ځواکونو د افغان ځواکونو تکیه ډېره شوې. خو په وړم ۲۰۱۸ کال کې دغه کچه ۵۵ سلنه وه.





























