په کابل کې د امریکا د سفارت سرپرست راس ولسن په خپلو تازه ټوېټ پیغامونو کې ویلي چې شفافیت د ټاکنو لپاره تر هرڅه مهم دی. دده په خبره د ټاکنو خپلواک کمیسیون او ټاکنیزو شکایاتو کمیسیون د خلکو، نوماندانو او ټاکنیزو ډلو پر وړاندې مسوول دي او خپل اقدامات باید په پوره دقت ترسره کړي. نوموړي ټينګار کړی چې کمیسیونونه باید شفافیت په پام کې ونیسي. بلخوا په کابل کې د برېتانیا د سفارت مرستیال بیا د ټاکنو د پایلو پر ژر اعلانېدو ټینګار کړی، هغه ویلي چې له ټاکنو نږدې څلور میاشتې واوښتې خو لا یې هم پایلې نه دي اعلان شوې چې باید ژر تر ژره اعلان شي.





























