ایراني او روسي رسنۍ ادعا کوي چې په غزني کې د امریکایانو په لوېدلې الوتکه کې د سي ای اې یو مشهور جاسوس وژل شوی دی. ټایم مجله په یوه مطلب کې د یادو رسنیو له قوله لیکي، مایکل ډي انډریا هم د غزني په پېښه کې وژل شوی دی. دا د سي ای اې مهم استخباراتي کس و، چې ګومان کېږي په سیمه کې یې د استخباراتي معلوماتو او اړیکو په همغږۍ کې مرسته کوله. امریکا په ښکاره توګه ددغه پېښې په اړه څه نه دي ویلي او نه یې هم دغه راپورونه تایید کړي دي، خو وایي چې د غزني په پېښه کې یوازې دوه امریکایي پیلوټان وژل شوي دي.





























