د افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد له اسلام اباد وروسته کابل ته راغلی دی. باوري سرچینو رسنیو ته ویلي چې هغه به په کابل کې له افغان چارواکو سره خبرې اترې ولري. ټاکل شوې چې نوموړی نن تر غرمې وروسته له ولسمشر غني سره لیده کاته ولري او پر افغان سوله خبرې وکړي. خلیلزاد پرون له پاکستاني چارواکو سره د خبرو پر مهال ټینګار وکړ چې پاکستان باید د سولې له پروسې سره همکاري وکړي. له دې سره همهاله طالبانو ویلي چې د امریکا تر ډېرو غوښتنو وروسته له دوی سره خبرې په موقته توګه ځنډېدلې دي. سهیل شاهین وایي چې د خبرو د بیا پیلېدو مشخصه نېټه نه ده ټاکل شوې.





























