د ترکمنستان د بهرنیو چارو وزیر رشید مرادوف کابل کې له ولسمشر غني سره په لیدنه کې ویلي چې هېواد یې له افغانستان سره په بېلابېلو، ځانګړې توګه اقتصادي برخه کې د همکاریو پراختیا غواړي. له ارګه د خپرې شوې خبرپاڼې له مخې، ولسمشر غني په دغه لیدنه کې ویلي، د ټاپي تر څنګ له ترکمنستان څخه د افغانستان له لارې پاکستان ته د برېښنا لین (ټاپ) او نوري فایبر هم غځول کېږي چې د سیمه ییز اتصال دغه لویه پروژه به سیمه او اروپا سره ونښلوي. سرچینه کاږي، د ترکمنستان د بهرنیو چارو وزیر هم ویلي، هیواد یې په بېلابېلو برخو کې له افغانستان سره همکاریو ته ژمن دی او ډېر ژر به د دواړو هیوادونو اړوندې ادارې او مسوولین د دغو پروژو او همکاریو د تطبیق لپاره چې موخه یې له افغانستان سره همکاري او سیمه ییز اتصال دی، ګډ کار وکړي.