پنجشنبه, اگست 13, 2026
15 °c
Kabul
9 ° سه شنبه
11 ° چهارشنبه
11 ° پنجشنبه
12 ° جمعه
  • کورپاڼه
  • افغانستان

    په روزګان کې د پولیو یوه مثبته پېښه ثبت شوې

    یونیسف: په افغانستان کې وروستیو سېلابونو څه باندې ۲۴۰۰ کسان اغېزمن کړي

    د افغانستان او ایران د کرنې وزیرانو د کرنیزو همکاریو پر پراختیا ټینګار کړی

    روسي پانګه والو؛ د افغانستان د برېښنا تولیدي فابریکو کې پانګونې ته لېوالتیا ښودلې

  • نړیوال خبرونه
  • دریځ

    اقلیمي ګواښونه؛ افغانستان ته څه کول په کار دي؟

    د نړۍ د باور نوې نقشه؛ چین د همکارۍ په ځواک زړونه ګټي

    پاکستان یو ځل بیا وحشت کړی

    شبهاز شریف؛ د سولې داعي که د افغانانو قاتل؟

    د کور جوړولو نوې اسانتیاوې؛ هېوادوالو د حکومت د پرېکړې تود هرکلی کړی

    د بارانونو اټکل؛ د ابادۍ زېری خو تر څنګ یې د سیلابونو خبرداری

    د افغانۍ پیاوړتیا؛ د اقتصادي ثبات نښې او راتلونکې ته هیلې

    د پاکستاني پوځي رژیم وحشیانه بریدونه باید نړیوال عدالت ته وسپارل شي

    د زور سیاست ماتې خوري؛ د ایران مقاومت او د امریکا تبلیغاتي جګړه

  • ورزش
    • صحت
  • معلوماتي
    • ټول
    • پوهنتون
    • څېره
    • راشه ورشه
    • کتاب
    • ګټه وټه

    «خلک به څه وایي؟» کتاب چاپ شو

    «د غزې وروستۍ شپه» ناول خپور شو

    عثماني خلافت کتاب چاپ شو

    د نیمې شپې کتابتون ناول چاپ شو

    «سوی تاج» په نوم ناول خپور شو

    د کوفې تاجر کتاب چاپ شو

  • تحلیل
  • لیکنې
  • ژوند
  • اړیکې
No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان

    په روزګان کې د پولیو یوه مثبته پېښه ثبت شوې

    یونیسف: په افغانستان کې وروستیو سېلابونو څه باندې ۲۴۰۰ کسان اغېزمن کړي

    د افغانستان او ایران د کرنې وزیرانو د کرنیزو همکاریو پر پراختیا ټینګار کړی

    روسي پانګه والو؛ د افغانستان د برېښنا تولیدي فابریکو کې پانګونې ته لېوالتیا ښودلې

  • نړیوال خبرونه
  • دریځ

    اقلیمي ګواښونه؛ افغانستان ته څه کول په کار دي؟

    د نړۍ د باور نوې نقشه؛ چین د همکارۍ په ځواک زړونه ګټي

    پاکستان یو ځل بیا وحشت کړی

    شبهاز شریف؛ د سولې داعي که د افغانانو قاتل؟

    د کور جوړولو نوې اسانتیاوې؛ هېوادوالو د حکومت د پرېکړې تود هرکلی کړی

    د بارانونو اټکل؛ د ابادۍ زېری خو تر څنګ یې د سیلابونو خبرداری

    د افغانۍ پیاوړتیا؛ د اقتصادي ثبات نښې او راتلونکې ته هیلې

    د پاکستاني پوځي رژیم وحشیانه بریدونه باید نړیوال عدالت ته وسپارل شي

    د زور سیاست ماتې خوري؛ د ایران مقاومت او د امریکا تبلیغاتي جګړه

  • ورزش
    • صحت
  • معلوماتي
    • ټول
    • پوهنتون
    • څېره
    • راشه ورشه
    • کتاب
    • ګټه وټه

    «خلک به څه وایي؟» کتاب چاپ شو

    «د غزې وروستۍ شپه» ناول خپور شو

    عثماني خلافت کتاب چاپ شو

    د نیمې شپې کتابتون ناول چاپ شو

    «سوی تاج» په نوم ناول خپور شو

    د کوفې تاجر کتاب چاپ شو

  • تحلیل
  • لیکنې
  • ژوند
  • اړیکې
No Result
View All Result
No Result
View All Result
کورپاڼه افغانستان

د سولې او جګړې خونړۍ لوبه؛ ډيلي بېسټ: د طالبانو د بریدونو ډېرېدل، د امریکا د ناکامۍ په مانا دي

فبروري 2, 2020
in افغانستان
0 0

د سولې له خبرو سره هممهاله خونړۍ جګړې په افغانستان او سیمه کې اندېښنې راولاړې کړې دي. سیګار تازه په یوه راپور کې ویلي چې طالبانو هم د سولې خبرې مخ ته وړې، خو هم یې د جګړې په ډګر کې د نورو کلونو په پرتله تاوده او ډېر فعالیتونه لرل. بلخوا مشهوره نړیواله ورځپاڼه ډيلي بېسټ بیا په یوه مطلب کې لیکي، چې پر طالبانو درانه هوایي بریدونه هم کېدل، خو بیا هم دغه ډله بریالۍ وه او دا د امریکا د ناکامۍ په مانا دي. بلخوا داسې راپورونه هم خپاره شوي چې د سولې خبرې تر نامعلومې نېټې ځنډېدلې دي او خلیلزاد هم له اسلام اباده کابل ته راستون شوی دی.

بهرنیو او افغان هوايي ځواکونو په وروستیو ورځو کې هوايي بریدونه ډېر کړي چې له امله یې د ملکي وګړو مرګ ژوبله لوړه شوې ده. دوی پر دې باور دي چې په دې توګه کولی شي وسله وال طالبان وځپي، خو تازه بهرنۍ رسنۍ وایي چې هوایي بریدونه یوازې ملکي تلفات اړوي او د وسله والو طالبانو په ځپلو کې ګټور نه تمامېږي.

ډيلي بېسټ نشریې په دې اړه یو اوږد مطلب خپور کړی دی. سرچینه په خپل مطلب کې وایي چې امریکايي چارواکي په تېره ډونالډ ټرمپ په افغانستان کې ناکام و او ۲۰۱۹ ز کال د طالبانو لپاره ګټور کال و. په مطلب کې راځي چې پر طالبانو د امریکايي ځواکونو هوایي بریدونه هم ډېر شوي وو، خو دې ډلې ډېر بریدونه تر سره کړل او د جګړې ډګر یې هم تود ساتلی و، نو ځکه هوایي بریدونه ګټور نه دي. سرچینه کاږي چې طالبانو په خپلو بریدونو او نښتو کې ۲۳ امریکايي نظامیان وژلي او ۱۹۲ نور یې ټپیان کړي دي.

متقاعد امریکايي جنرال کرېس کولنډا هم د امریکا پر جګړه ییزه ستراتيژي نیوکې کړې دي. هغه ویلي: «امریکا په افغانستان کې هوايي بریدونه ډېر کړل، ټرمپ پخپله دا وغوښتل، دوی فکر کاوه چې په دې توګه به طالبان وځپي یا به یې د سولې خبرو ته وهڅوي، خو دا کار ناکام و، جګړه ییزه تګلاره ناکامه ده.»

دغه امریکایي جنرال ټینګار کوي چې د جګړې پر ځای د سولې خبرې مثبت بدلونونه راوستلی شي. د هغه په خبره، امریکایانو که د جګړې او له نظامي لارو افغان کړکېچ حل کولی شوای، نو هغه مهال به حل شوی و چې واشنګټن په افغانستان کې ۱۰۰ زره سرتېري درلودل. هغه ټینګار کوي چې د امریکا او طالبانو تر منځ خبرې باید پایلې ته ورسول شي او په دې توګه دې د امریکا اوږده جګړه پای ته ورسېږي. کولنډا وايي: «اوس باید په ډيپلوماټیک ډګر کې موږ بریالي شو. جګړه نتیجه نه ورکوي، هوایي بریدونه پایله نه لري، دا کار جګړه لا اوږدوي او د هېچا په ګټه نه ده.»

بلخوا ډيلي بېسټ لیکي چې د امریکا جګړه ییزه تګلاره په افغانستان کې نه یوازې د جګړې په ډګر کې ناکامه وه، بلکې د عامو افغانانو پر ژوند یې هم پوره منفي اغېز کړی دی. د سرچینې په خبره، په افغانستان کې نږدې پنځوس سلنه وګړي غذايي مصونیت نه لري، په کور د ننه کډوالي ډېره شوې ده، د ملکي وګړو مرګ ژوبله اوج ته رسېدلې ده او هر افغان له شته ناامنۍ ځورېږي.

له دې راپورونو سره هممهاله د افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد کابل ته راغلی دی. سرچینو یې د راتګ خبر تایید کړی دی او ټاکل شوې چې له افغان سیاسیونو سره پر سوله او روان بهیر خبرې وکړي. بلخوا طالبانو بیا ویلي چې د امریکا د نوو او ډېرو غوښتنو له امله د سولې خبرې تر نامعلومې نېټې ځنډېدلې دي. د طالبانو د قطر دفتر ویاند سهیل شاهین وايي، چې دوی د تاوتریخوالي کمولو ته تیار دي، خو د امریکا غوښتنې ډېرېږي او نوې کېږي.

د افغان جګړې او سولې په اړه داسې مهال دغه راپورونه خپرېږي چې په دې وروستیو کې په بېلو ولایتونو کې هوايي بریدونه ډېر شوي او د ملکي وګړو مرګ ژوبله لوړه شوې ده. په بلخ، کندوز، وردګو او ځینو نورو ولایتونو کې دغو بریدونو عامو وګړو ته مرګ ژوبله اړولې چې سخت غبرګونونه یې هم پارولي دي.

Tags: featured
Share13Tweet4Share2

Get real time update about this post categories directly on your device, subscribe now.

Unsubscribe

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

  • Trending
  • Comments
  • Latest

د وبا شپږ درسونه

نوومبر 28, 2021

د پایلو اعلان، له سولې سره یې تړاو او د امریکا پټ اهداف

فبروري 20, 2020

استرالیایی پوځي: پخپله مې لیدلي چې ملګرو مې عام افغانان وژل

مارچ 16, 2020

ټرمپ د افغانستان په اړه د امريکا له موخو پرده پورته کړه

جنوري 6, 2019

منظور پشتين تربل هر چا د سولې نوبل جايزې مستحق ګڼل شوی

3

کابل او پروان؛ د طالبانو ځانمرګو بریدونو ۱۲۸ کسانو ته مرګ ژوبله واړوله

2

لوګر کې پر یو کور د هوان مرمۍ لګېدو دوه ماشومان وژلي

2

د مسیر ورځپاڼې نننۍ ګڼه په دغه پته ښکته کړئ

2

په روزګان کې د پولیو یوه مثبته پېښه ثبت شوې

اگست 13, 2026

عزیزي: افغانستان د سلګونو کورنیو تولیداتو په برخه کې پر ځان بسیا شوی

اگست 13, 2026

یونیسف: په افغانستان کې وروستیو سېلابونو څه باندې ۲۴۰۰ کسان اغېزمن کړي

اگست 13, 2026

د افغانستان او ایران د کرنې وزیرانو د کرنیزو همکاریو پر پراختیا ټینګار کړی

اگست 13, 2026
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • دریځ
  • ورزش
  • پوهنتون
  • راشه ورشه
  • څېره
  • کتاب
  • تحلیل
  • ژوند
  • لیکنې
  • اړیکې

Designed and Developed By :AhmadNasary    © 2018 Maseer Daily. All rights reserved

No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • دریځ
  • ورزش
  • لیکنې
  • ژوند
  • تحلیل
  • پوهنتون
  • راشه ورشه
  • څېره
  • کتاب

Designed and Developed By :AhmadNasary    © 2018 Maseer Daily. All rights reserved

Welcome Back!

Login to your account below

Forgotten Password?

Retrieve your password

Please enter your username or email address to reset your password.

Log In