ایراني چارواکي وایي د ایران او افغانستان د حکومتونو ترمنځ باید اړیکې پیاوړې شي. د ایران د بهرنیو چارو وزارت یوه ځانګړي پلاوي په کابل کې د ملي امنیت له سلاکار حمد الله محب سره کتلي دي. دغه پلاوي ویلي چې ایران په افغانستان کې د دایمي سولې او ثبات غوښتونکی دی او ددې ملاتړ کوي چې دلته روانه جګړه د افغانانو ترمنځ د خبرو له لارې حل شي. ددغه پلاوي مشر ابراهیم تهراني وايي دوی د افغانانو په مشرۍ او مالکیت د سولې له خبرو ملاتړ کوي او په دې برخه کې هر ډول همکارۍ ته تیار دي. حمد الله محب هم په دې لیدنه کې ویلي چې د سولې په برخه کې د سیمې د هېوادونو همکاري مهمه ده او ایران ته په کار ده چې له دې پروسې خپل ملاتړ ته ادامه ورکړي.





























