ډيلي ټایمز ورځپاڼه په خپل یوه مطلب کې لیکي چې د افغانستان حکومت دلته د روانې جګړې په پای ته رسېدو بریالی نه شو او ورځ تر بلې په افغانستان کې د سولې مسئله پېچلې کېږي. په مطلب کې راځي چې د ولسمشر غني د حکومت شپږم کال دی خو هغه په دې موده کې د جګړو په کنټرول او دغه راز د سولې لپاره د یوې عملي طرحې او پلان په جوړولو بریالی نه شو. سرچینه دغه راز کاږي د افغانستان ددایمي ثبات په لار کې خنډونه ورځ تر بلې د زیاتېدو په حال کې دي. ورځپاڼه کمزوری اقتصاد، دداعش فعالیتونه، په سیمه کې د ایران او امریکا کشمکش، د نورو ترهګرو ډلو مداخلې او د حکومت کمزوري هغه لاملونه یادوي چې د افغانستان ثبات یې له خنډ سره مخ کړی دی.





























