په کابل کې د امریکا سرپرست سفیر راس ولسن وایي دوی په افغانستان کې له ټاکنیز بهیر سره ۲۹ میلیونه ډالر مرسته کړې ده او ددې تمه لري چې کمیسیونونه د خلکو رایو ته په درناوي خپله پرېکړه اعلان کړي. نوموړي دغه راز ویلي دوی له راتلونکي حکومت سره پوره همکاري کوي او د ولسواکۍ ملاتړ ته ادامه ورکوي. دده په خبره د ټاکنو له پروسې سره د امریکا ۲۹ میلیونه ډالر مرسته دا په ډاګه کوي چې دوی د ولسواکۍ ملاتړي دي او دلته د خلکو په رایه له راغلي حکومت ملاتړ کوي. تر دې وړاندې هم ولسن ټینګار کړی و، چې کمیسیونونه دې خپلې چارې په شفافیت مخ ته یوسي او پایلې دې ژر اعلان کړي.





























