د هېواد پخواني ولسمشر حامد کرزي د افغان سولې لپاره د امریکا له ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد سره د سولې برخه کې پر وروستیو پرمختګونو خبرې اترې کړې دي. د کرزي له مطبوعاتي دفتره په خپرې شوې خبرپاڼه کې راغلي، په دې لیدنه کې چې په افغانستان کې د امریکا سفارت شارژدافیر راس ویلسن هم حضور درلود، خلیلزاد د سولې برخه کې پر وروستیو پرمختګونو او لاسته راوړنو خوښي څرګنده کړې او هیله یې ښودلې چې له طالبانو سره به یوې هوکړې ته ورسېږي. سرچینه کاږي، کرزي د سولې لپاره د خلیلزاد له هلو ځلو د ستاینې ترڅنګ ټینګار کړی دی چې په دې برخه کې روانې هڅې باید لا ګړندۍ شي. هغه په هېواد کې د ملکي تلفاتو پر ډېرېدو د اندېښنې په څرګندونو سره له امریکایي لوري غوښتنه کړې ده چې خپل نظامي عملیات ودروي. پخواني ولسمشر هیله ښودلې چې روانې خبرې به په هېواد کې د جګړې د پای ته رسېدو سبب شي.





























