په روانه جګړه کې د ملکي مرګ ژوبلې لوړېدو د بشري حقونو د کمېسیون اندېښنې ډېرې کړې دي. د دغه کمېسیون غړي وایي چې د تېر کال د دریو وروستیو میاشتو په پرتله د روان ۲۰۲۰ ز کال په لومړۍ میاشت کې د ملکي وګړو مرګ ژوبله لوړه شوې چې دا مسئله د اندېښنې وړ ده. کمېسیون وایي چې د حکومتي او بهرنیو ځواکونو په بریدونو کې ملکي مرګ ژوبله په هېڅ صورت د توجیه وړ نه ده او د حکومت مشروعیت له پوښتنې سره مخ کوي. کمېسیون پر ښکېلو لورو غږ کوي چې ژر تر ژره د ملکي مرګ ژوبلې مخه ونیسي.
دا په داسې حال کې ده چې په دې وروستیو ورځو کې د بهرنیو او افغان ځواکونو هوايي بریدونه ډېر شوي دي. په دغو بریدونو کې د ملکي وګړو مرګ ژوبله هم لوړه شوې ده. په همدې څو ورځو کې په وردګو، بلخ، کندوز، بغلان او بادغیس ولایتونو کې د هوايي ځواکونو په بریدونو کې ګڼو ملکيانو ته مرګ ژوبله اوښتې چې د بشري حقونو په برخه کې د فعالو بنسټونو غبرګون یې هم له ځان سره لرلی دی. د بشري حقونو خپلواک کمېسیون هم تازه د ملکي وګړو د مرګ ژوبلې پر ډېرېدو اندېښنه او خواشیني څرګنده کړې ده.
د دغه کمېسیون ویاند او غړی شکرالله مشکور وایي، د تېر ۲۰۱۹ز کال په وروستیو دریو میاشتو کې د ملکي وګړو مرګ ژوبله کمه شوې وه، خو د روان میلادي کال په لومړۍ میاشت کې دغه مرګ ژوبله اوج ته رسېدلې ده. د ده په خبره، د ملي وګړو د مرګ ژوبلې لوړېدو جدي اندېښنې را ولاړې کړې او حکومت باید په دې اړه ځواب ویونکی وي. نوموړي ویلي: ((د ۲۰۱۹ ز کال په وروستیو دریو میاشتو کې د ملکي وګړو مرګ ژوبله کمه شوې وه، خو د روان میلادي کال په لومړۍ میاشت کې لوړه شوې ده. دې مسئلې موږ ته نوې اندېښنې پیدا کړې دي. په دې اړه په راتلونکو دوو ورځو کې خپل ټول معلومات له رسنیو سره شریکوو)).
مشکور وایي، د جګړې په ډګر کې د ښکېلو لورو لخوا ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوړي، خو د حکومتي ځواکونو له لوري د ملکي تلفاتو په کچه کې ډېروالی د جدي اندېښنې وړ دی. د ده په خبره، دا مسئله د حکومت او خلکو ترمنځ واټن ډېروي او د دې لامل کېږي چې د حکومت مشروعیت له پوښتنې سره مخ شي.
د ملکي تلفاتو وروستۍ پېښه په بادغیس کې رامنځ ته شوه چې په هغه کې د یوې کورنۍ څو غړي د هوايي ځواکونو په بمبار کې ووژل شول. د بادغیس د ولایتي شورا غړي وایي چې پېښه د دغه ولایت په مقر ولسوالۍ کې رامنځ ته شوې، چې یوه ښځه او دوه ماشومان پکې وژل شوي دي. دغه ډول پېښې د بشري حقونو د مدافعو بنسټونو له لوري غندل شوې دي. په ورته وخت کې پخوانی ولسمشر حامد کرزی هم پر ښکېلو لورو غږ کوي چې د ملکي وګړو ژوند ته جدي پاملرنه وکړي او په وینا یې، جګړه د روان کړکېچ د حل لار نه ده. هغه ټینګار کوي چې د جګړې پر ځای دې د سولې له پروسې سره همکاري ډېره شي.
له دې سره هممهاله ملي دفاع وزارت وایي چې دوی د ملکي وګړو د مرګ ژوبلې په اړه خپاره شوي راپورونه او پېښې څېړي او معلومات به یې وروسته له رسنیو سره شریک کړي. د دغه وزارت مرستیال ویاند فواد امان وایي، افغان ځواکونه هڅه کوي چې تر خپلې وسې ټول عملیات په دقت ترسره کړي او د ملکي وګړو مرګ ژوبله راکمه کړي.
تر دې وړاندې نړیوالو بنسټونو هم په افغانستان کې د ملکي مرګ ژوبلې په اړه اندېښنه ښودلې وه. د بښنې نړیوال سازمان او د بشري حقونو نړیوال سازمان هم پر دې ټینګار کړی و، چې د سولې خبرې دې پایلې ته ورسېږي، جګړې دې ختمه شي، تاوتریخوالی دې کم شي، څو په دې توګه د ملکي وګړو د مرګ ژوبلې مخنیوی وشي.





























