په هېواد کې د بڼوالۍ د پراختیا د هڅو په دوام، د کرنې او مالدارۍ وزارت د کرنې د ودې او کلیوالي پراختیا پروژې « CBARD» له خوا د ننګرهار ولایت په شپږو ولسوالیو کې ۱۲ سوه جریبه بڼونه جوړېږي.
د ننګرهار د کرنې ریاست چارواکو ویلي چې د کرنې د ودې او کلیوالي پراختیا پروژې له خوا د دغه ولایت په شپږو ولسوالیو «رودات، کوټ، چپرهار، اچین، خوږیاڼو او شېرزادو» کې د ستروسو، انارو، املوکو، شفتالو، مڼې، چهارمغزو او الوچې ۱۲ سوه جریبه بڼونه جوړېږي، چې له دې ډلې ۶۳ جریبه یې متراکم بڼونه دي.
د کرنې د ودې او کلیوالي پراختیا پروژه « CBARD» پر دې سربېره چې کروندګرو ته به تصديق شوي نيالګي ورکړي، له هغوی سره د باغونو په نقشه اچولو، د اوبولګولو د سيسټم په جوړولو او د بڼوالۍ د مديريت اړوند ځينو نورو برخو کې هم تخنيکي او فني مرستې کوي.