د ولسمشریزو ټاکنو نامعلوم برخلیک خلک او پر دې پروسې څارونکي بنسټونه اندېښمن کړي دي. څارونکي بنسټونه وايي، چې په شکایتونو کمېسیون کې د کمېشنرانو ترمنځ د درې سوه زره جنجالي رایو په تړاو ژور اختلافات موجود دي. د افغانستان د ازادو او عادلانه ټاکنو بنسټ مشر یوسف رشید وايي، چې کمېشنران باید منصفانه پرېکړه وکړي او خپلواک واوسي. په ورته مهال د شکایتونو کمېسیون وايي، چې د درې سوه زره جنجالي رایو په اړه هر څه تکمیل شوي خو وايي، چې یوازې د کمېشنرانو پرېکړې ته پاتې دي. چارواکي ټینګار کوي، چې تر راتلونکو دوه یا درې ورځو پورې به خپل کارونه ختم کړي.





























