ایران وایي په وروستیو لاریونونو کې د هر وژل شوي کورنۍ ته ۳۰ زره امریکایي ډالر ورکوي. د ایران امنیتي ادارو ویلي د وژل شوو کسانو کورنۍ دې خپل وژل شوي خپلوان شهیدان نه بولي او امنیتي ادارو ته دې په تلویزیوني برنامو کې برأت ورکړي. د رسنیو د راپورونو له مخې د وژل شوو هغه ورثه چې دې کار ته تیار وي د هر وژل شوي په بدل کې ۳۰ زره امریکايي ډالر ورکول کېږي او کورنۍ ته یې هم میاشتنۍ ۳۰۰ ډالر معاش تعینېږي. ویل کېږي چې ایراني حکومت په وروستیو لاریونونو کې تر ۳۰۰ ډېر کسان وژلي او زرګونه کسان یې زنداني کړي دي.





























