په کابل کې د امریکا سفارت په یوه خپره کړې اعلامیه کې ویلي چې د افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي په کابل کې له سیاسیونو، مدني فعالانو، ولسمشر غني، اجرایه رییس ډاکټر عبدالله او پخواني ولسمشر سره پر افغان سوله خبرې کړې دي. د سرچینې په وینا په دې ټولو لیدنو کې ټینګار شوی چې د بین الافغاني خبرو لپاره باید ژر تر ژره یو ملي او ټولمنلی پلاوی وګومارل شي. سفارت وایي افغان جګړه د خبرو له لارې د حل وړ ده او د سولې په برخه کې پر رامنځ ته شوو پرمختګونو سترګې نه شي پټېدلی. سفارت دا هم وایي چې امریکا له طالبانو سره په خبرو کې د تاوتریخوالي پر کمولو او د بین الافغاني خبرو پر پیل ټینګار او بحثونه کوي.





























