د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پومپیو وایي، طالبان دې ژر تر ژره د سولې هوکړې د لاسلیک لپاره د تاوتریخوالي کمولو برخه کې خپله اراده ثابته کړي. نوموړی چې د ازبکستان پر سفر بوخت دی رسنیو ته یې ویلي، له طالبانو سره د سولې توافق لاسلیک ته نږدې دي. هغه زیاته کړې، اوسمهال اړتیا ده چې دغه ډله د تاوتریخوالي کمېدو لپاره اساسي ګامونه پورته کړي او خپله اراده ثابته کړي. پومپیو زیاته کړې، طالبانو سره د سولې هوکړه پخوا چمتو شوې وه خو یاده ډله ونه توانېده چې په دې برخه کې خپله وړتیا وښیي او له امله یې د یادې هوکړې لاسلیک وځنډېد. طالبانو تازه د پومپیو څرګندونو ته غبرګون نه دی ښودلی خو وړاندې تر دې یې ویلي چې دوی چمتو دي تاوتریخوالی کم کړي.





























