د هندي رسنیو د راپورونو له مخې، هندوستان د ایران چابهار بندر لپاره خپله ځانګړې کړې بودجه د تېر کال په پرتله دوه چنده ډېره کړې ده. انډیا ټوډې ورځپاڼې د هند د بهرنیو چارو وزارت له لوري د خپرې شوې خبرپاڼې په حواله لیکلي، دا هېواد به سږکال د دې بندر لپاره خپله بودجه ۱۴ میلیونه ډالرو ته ورسوي او دا پیسې به د دغه بندر پر پراخولو ولګول شي. تېر او وړم کال د هند له لوري ځانګړې شوې بودجه باندې د یاد بندر مالي ملاتړ ښه ونشو خو سږکال په پام کې لري چې د دغه بندر د پراخولو چارې ګړندۍ کړي. هند پرېکړه کړې ده چې په وچه کې د پروت افغانستان له لارې مرکزي اسیا او لویدیځو هېوادونو ته د خپلو صادراتو لپاره لنډه لار جوړه او خپلې ګټې خوندي وساتي.