ولسمشر غني ویلي، له دې وروسته به له افغان ځواکونو څخه په شخصي رقابتونو کې ګټه نه اخیستل کېږي. نوموړي دا څرګندونې نن په ارګ کې، د کابل قرباغ او کلکان ولسوالیو له مشرانو سره په خبرو کې کړې دي. هغه د دواړو ولسوالیو مشرانو ته دغه راز ویلي چې د قرباغ امنیت ته به ځانګړې پاملرنه کېږي. ولسمشر غني له امنیتي ځواکونو په شخصي توګه د ګټې اخیستنې خبره وروسته تر هغه کوي چې د ولسمشریزو ټاکنو پر مهال د نوموړي نږدې رقیب عبدالله عبدالله او یو شمېر نورو نوماندانو وویل چې ولسمشر غني له افغان ځواکونو څخه شخصي استفاده کوي.





























