په کابل کې د زرغون صنعتي ښارګوټي مسوولینو په کابل کې څو نوې جوړې شوې فابریکې پرانیستې دي.
د دغه ښارګوټي ريیس محسن امیري ویلي، دا فابریکې به په بېلابېلو برخو کې فعالیت وکړي او زرګونو کسانو ته به پکې کاري فرصتونه هم رامنځ ته شي.
هغه زیاته کړې: «نن ورځ (پرون) څلور فابریکې په عملي ډول خپل کار پیلوي او دا فابریکې د برېښنا د پایو جوړولو، د بېتريو تېزابو او د خوراکي توکو د تولیداتو په برخه کې دي.»
نوموړي دغه راز ویلي چې په زرغون صنعتي ښارګوټي کې نږدې ۱۵۰۰ فابریکې طرحه او ډیزاین شوې چې له ډلې یې ۳۰۰ هغو ته ځمکه وېشل شوې او ۲۵ پکې عملاً فعالې دي.
ښاغلي اميري زیاته کړې چې دا مهال ۱۵۰۰ کسان په دغه ښارګوټي کې پر کار بوخت دي او د ټولو کارخونو په فعالېدو سره به یو لک کسانو ته د کار زمینه برابره شي.