امریکا دې پر طالبانو باور نه کوي او خپل سرتېري دې له دغه هېواد نه وباسي. متقاعد امریکايي جنرال جک کېن ویلي د امریکا ماموریت دا دی چې له افغانستان د احتمالي بریدونو مخه ونیسي او په دغه هېواد کې یو ولسواک نظام رامنځ ته کړي. نشنل انټرسټ د جنرال کېن له خولې لیکي چې طالبان پر ولسواکۍ باور نه لري او په دې لټه کې دي چې پر امریکایانو د ټولو سرتېرو د ایستلو هوکړه لاسلیک کړي. دده په خبره دا مسئله به امریکا او د امریکا متحدینو ته لوی خطرونه متوجه کړي او امریکا ته په کار نه ده چې پر طالبانو باور وکړي. دده په خبره په افغانستان کې د امریکایي ځواکونو حضور ته جدي اړتیا ده او تر څنګ یې د سولې خبرې هم باید یوې پایلې ته ورسېږي، خو د ټولو سرتېرو ایستل دې په دې هوکړه کې نه وي شامل.





























