ارګ وایي د سولې په تړاو دافغان حکومت او امریکا دریځ یو دی. د ولسمشر ویاند صدیق صدیقي له رسنیو سره په خبرو کې ویلي دوی د امریکا او طالبانو ترمنځ له روانو مذاکراتو پوره خبر دي او هر څه له نږدې څاري. دده په وینا د سولې په تړاو د امریکا او افغان حکومت دریځ یو دی او دواړه ددې غوښتونکي دي چې له جګړو سره اړوند تاوتریخوالی ختم شي او بین الافغاني خبرې پيل شي. هغه ټینګار کړی چې د تاوتریخوالي تر ختمېدو او جګړو تر کمېدو د سولې هوکړه نه لاسلیکېږي. صدیقي دغه راز وایي چې خلیلزاد له افغان چارواکو سره د سولې په برخه کې د ټولو مسایلو په اړه سلا مشورې کوي او هېڅ معلوماتي خلا په دې منځ کې نشته ده.





























