افغانستان د روان میلادي کال په لومړۍ میاشت کې د هوایي دهلیزونو له لارې د ۱۶ میلیونه ډالرو په ارزښت صادرات لرلي دي. د سوداګرۍ وزیر اجمل احمدي ویلي چې د روان کال په لومړۍ میاشت کې یې ګڼو هېوادونو ته د هوایي دهلیزونو له لارې ۵۴۰ مټریک ټنه سوداګریز توکي په ۸۵ پروازونو کې صادر کړي دي. دده په خبره ددغه توکو ارزښت ۱۶،۶ میلیونه ډالرو ته رسېږي. اجمل احمدي وايي چې دغه سوداګریز توکي تر ډېره چین، هند، فرانسې، ایټالیا، سویډن، بلجیم، سویزرلنډ، نیدرلینډ، بریتانیې، متحده عربي اماراتو او ترکیې ته صادر شوي دي.