د اسټرالیا دفاعې مجلې راپور ورکړی دی چې دا هېواد غواړي له افغانستان څخه خپل سل تنه سرتېري وباسي. یادې مجلې د اسټرالیا د دفاع وزیر لیندا ریولدس له خولې لیکلي، د افغان ملي دفاعي ځواکونو وړتیاوو زیاتیدو سره او دا چې دغه ځواکونه اوس ۹۰سلنه عملیات پخپله مخ ته وړي، نو نور اړتیا نشته چې اسټرالیایي ځواکونه افغانستان کې پاتې شي. هغه زیاته کړې، اسټرالیایي ځواکونو افغانستان کې د خپل حضور پر مهال د یوه مډرن او ځواکمن دفاعي ځواک جوړولو کې رغنده رول لوبولی دی او نور یې په دې هېواد کې د پاتې کېدو اړتیا نه لیدل کېږي. اسټرالیایي ځواکونه له ۲۰۰۱ میلادي کال راهیسي په افغانستان کې حضور لري چې ډېری یې په ارزګان او کندهار ولایتونو کې مېشت دي.





























