طالبانو ویلي، د سولې مذاکراتو بهیر د ټرمپ ټویټ، د امریکا متعددو غوښتنو، په امریکا او کابل کې د چارواکو اختلافاتو ټکنی کړی دی. د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پومپیو د وروستيو څرګندونو په غبرګون کې چې ویلي دي، طالبان دې د سولې تړون لاسلیک لپاره، د تاوتریخوالي کمولو په اړه خپل نیت ثابت کړي ویلي، پومپیو دې د خپل بام واورې د دوی پر بام نه وراچوي، ځکه چې په خبره یې د دوی دریځ اصولي او متحد دی. نوموړي زیاته کړې، د دوی موقف د مقابل لورې په څېر متزلزل او ګډوډ نه دی. مجاهد دا څرګندونې وروسته تر هغه کوي چې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر په خپلو وروستیو څرګندونو کې ویلي، پخوا هم د سولې هوکړه نهایي شوې وه خو طالبان ونه توانېدل خپله ژمنتیا وښیي ځکه یې لاسلیک وځنډېد.





























