د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پومپیو په خپله تازه مرکه کې ویلي، اجازه نه ورکوي چې د امریکایي ځواکونو له وتلو وروسته د افغانستان وضعیت خراب شي. پومپیو د ازبکستان له دولتي رسنۍ سره په مرکه کې ویلي، امریکا افغانستان ته له ورپېښو ګواښونو خبره ده خو دوی هڅه کوي ډاډ تر لاسه کړي چې په افغانستان کې سوله تامینېږي. پومپیو دغه راز زیاته کړې، امریکا ښایي په افغانستان کې د خپلو ځواکونو شمېر کم کړي خو دا بهیر به داسې نه وي چې د افغانستان امنیت له ګواښ سره مخ شي. د یادونې ده چې د امریکا د پوځ پخواني مشر جک کېن ویلي، پر طالبانو باید دومره په اسانه باور ونشي او په ټولیزه توګه ټول سرتېري له افغانستان څخه ونه ایستل شي.





























