پنجشنبه, اگست 13, 2026
15 °c
Kabul
9 ° سه شنبه
11 ° چهارشنبه
11 ° پنجشنبه
12 ° جمعه
  • کورپاڼه
  • افغانستان

    په روزګان کې د پولیو یوه مثبته پېښه ثبت شوې

    یونیسف: په افغانستان کې وروستیو سېلابونو څه باندې ۲۴۰۰ کسان اغېزمن کړي

    د افغانستان او ایران د کرنې وزیرانو د کرنیزو همکاریو پر پراختیا ټینګار کړی

    روسي پانګه والو؛ د افغانستان د برېښنا تولیدي فابریکو کې پانګونې ته لېوالتیا ښودلې

  • نړیوال خبرونه
  • دریځ

    اقلیمي ګواښونه؛ افغانستان ته څه کول په کار دي؟

    د نړۍ د باور نوې نقشه؛ چین د همکارۍ په ځواک زړونه ګټي

    پاکستان یو ځل بیا وحشت کړی

    شبهاز شریف؛ د سولې داعي که د افغانانو قاتل؟

    د کور جوړولو نوې اسانتیاوې؛ هېوادوالو د حکومت د پرېکړې تود هرکلی کړی

    د بارانونو اټکل؛ د ابادۍ زېری خو تر څنګ یې د سیلابونو خبرداری

    د افغانۍ پیاوړتیا؛ د اقتصادي ثبات نښې او راتلونکې ته هیلې

    د پاکستاني پوځي رژیم وحشیانه بریدونه باید نړیوال عدالت ته وسپارل شي

    د زور سیاست ماتې خوري؛ د ایران مقاومت او د امریکا تبلیغاتي جګړه

  • ورزش
    • صحت
  • معلوماتي
    • ټول
    • پوهنتون
    • څېره
    • راشه ورشه
    • کتاب
    • ګټه وټه

    «خلک به څه وایي؟» کتاب چاپ شو

    «د غزې وروستۍ شپه» ناول خپور شو

    عثماني خلافت کتاب چاپ شو

    د نیمې شپې کتابتون ناول چاپ شو

    «سوی تاج» په نوم ناول خپور شو

    د کوفې تاجر کتاب چاپ شو

  • تحلیل
  • لیکنې
  • ژوند
  • اړیکې
No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان

    په روزګان کې د پولیو یوه مثبته پېښه ثبت شوې

    یونیسف: په افغانستان کې وروستیو سېلابونو څه باندې ۲۴۰۰ کسان اغېزمن کړي

    د افغانستان او ایران د کرنې وزیرانو د کرنیزو همکاریو پر پراختیا ټینګار کړی

    روسي پانګه والو؛ د افغانستان د برېښنا تولیدي فابریکو کې پانګونې ته لېوالتیا ښودلې

  • نړیوال خبرونه
  • دریځ

    اقلیمي ګواښونه؛ افغانستان ته څه کول په کار دي؟

    د نړۍ د باور نوې نقشه؛ چین د همکارۍ په ځواک زړونه ګټي

    پاکستان یو ځل بیا وحشت کړی

    شبهاز شریف؛ د سولې داعي که د افغانانو قاتل؟

    د کور جوړولو نوې اسانتیاوې؛ هېوادوالو د حکومت د پرېکړې تود هرکلی کړی

    د بارانونو اټکل؛ د ابادۍ زېری خو تر څنګ یې د سیلابونو خبرداری

    د افغانۍ پیاوړتیا؛ د اقتصادي ثبات نښې او راتلونکې ته هیلې

    د پاکستاني پوځي رژیم وحشیانه بریدونه باید نړیوال عدالت ته وسپارل شي

    د زور سیاست ماتې خوري؛ د ایران مقاومت او د امریکا تبلیغاتي جګړه

  • ورزش
    • صحت
  • معلوماتي
    • ټول
    • پوهنتون
    • څېره
    • راشه ورشه
    • کتاب
    • ګټه وټه

    «خلک به څه وایي؟» کتاب چاپ شو

    «د غزې وروستۍ شپه» ناول خپور شو

    عثماني خلافت کتاب چاپ شو

    د نیمې شپې کتابتون ناول چاپ شو

    «سوی تاج» په نوم ناول خپور شو

    د کوفې تاجر کتاب چاپ شو

  • تحلیل
  • لیکنې
  • ژوند
  • اړیکې
No Result
View All Result
No Result
View All Result
کورپاڼه افغانستان

پر سوله د امریکا او طالبانو ناندرۍ؛ طالبان: امریکایان پړه دي، د دوی بدلېدونکو دریځونو سولې ته خنډونه جوړ کړي

فبروري 5, 2020
in افغانستان
0 0

د سولې د خبرو له ګونګ بهیر سره هممهاله طالبانو د امریکا ځینو ادعاوو ته غبرګون ښودلی دی. طالبانو ویلي، دوی سولې ته تیار دي او د ستونزې د حل لپاره قوي اراده لري، خو امریکا په دې برخه کې له ستونزو سره مخ ده. د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد په یوه ټوېټ پیغام کې ویلي چې په افغان حکومت کې سیاسي اختلافاتو هم دغه بهیر ټکنی کړی او د هوکړې په لاسلیک کې یې خنډونه جوړ کړي. د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پامپیو بیا وایي، دوی به اجازه ور نه کړي چې طالبان افغانستان بې ثباته کړي او د یوې باوري هوکړې لاسلیک ته په تمه دي.

د امریکا د بهرنیو چار وزیر ازبکستان ته سفر کړی و او هلته یې له دغه هېواده د سولې په برخه کې د همکارۍ غوښتنه کړې ده. دا یې هم ویلي چې افغانستان پرمختګ ته اړتیا لري، نو د ازبکستان مسوولیت دی چې تر خپلې وسې په دې برخه کې همکاري وکړي. له دې سره جوخت یې د افغان سولې په اړه هم خبرې کړې دي. نوموړي په خپلو خبرو کې ویلي وو، طالبان باید دا ضمانت ورکړي چې دوی د جګړو د کنټرول، اوربند یا تاوتریخوالي د کمولو وړتیا لري. د پامپیو په خبره، دوی ډاډه نه دي چې طالبان به وکولی شي چې د جګړې میدان کنټرول کړي او که نه.

هغه همدا راز ټینګار کړی چې بهرني ځواکونه به له افغانستانه وځي، خو اجازه به نه ورکوي چې طالبان دغه هېواد یو ځل بیا بې ثباته کړي. نوموړي د ازبکستان له دولتي ټلوېزیون سره په خبرو کې ویلي وو، دوی غواړي ډاډ تر لاسه کړي چې افغانستان ته دایمي سوله او دایمي ثبات راتللی شي. پامپيو زیاته کړې: «موږ خپل سرتېري له افغانستانه وباسو، خو د سرتېرو تر وتلو وروسته د دې اجازه نه ورکوو چې د افغانستان وضعیت خراب شي. ګواښونه شته دي، خو غواړو ډاډ تر لاسه کړو چې دلته دایمي سوله راتللی شي.»

پامپیو د سرتېرو د شمېر کمولو خبره هم کړې ده، خو وایي، دا بهیر به داسې نه وي چې په افغانستان کې امنیتي ستونزې جوړې کړي. پامپیو بیا په وروستیو څرګندونو کې د افغانستان په سوله کې د ګاونډیو هېوادونو رول هم مهم بللی و او د سیمې پر هېوادونو یې غږ کړی و چې د جګړې په له منځه وړلو کې پوره همکاري وکړي.

طالبانو د پامپیو پر دې څرګندونو غبرګون ښودلی دی. د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد وايي، دوی د ستونزې حل ته لېواله دي او د دې کار وړتیا لري. د مجاهد په خبره، طالبان پر خپلو ژمنو او کړو خبرو ولاړ دي، خو امریکا کاواکه ده او نوي نوي شرایط وړاندې کوي. مجاهد زیاتوي: «موږ د مشکل د حل اراده او توان لرو، د مذاکراتو بهیر د ټرمپ ټوېټ، د امریکا متعددو غوښتنو او په کابل او امریکا کې د چارواکو اختلاف ټکنی کړی دی.»

طالبان د مذاکراتو د ځنډ یو بل ستر لامل د افغان او امریکايي حکومت د چارواکو تر منځ د نظر اختلاف بولي. مجاهد امریکا ملامته کړې چې ګواکې خپله ملامتي پر دوی اچوي. د ده په خبره، طالبان خپلو خبرو ته ژمن دي او دریځ یې د امریکايي لوري په څېر متزلزل او بدلېدونکی نه دی.

تر دې وړاندې د طالبانو د قطر دفتر ویاند سهیل شاهین هم ویلي وو، چې دوی سولې ته ژمن دي او پر خپلو خبرو ولاړ دي، خو د امریکا پرله پسې او بدلېدونکو غوښتنو د سولې هوکړې لاسلیک ځنډولی دی. ویل کېږي چې د طالبانو او امریکا تر منځ پر دوو مواردو اختلاف دی. لومړی مورد اوربند یا د تاوترخوالي کمول دي چې طالبان باید ضمانت ورکړي او دویم یې هم د بین الافغاني خبرو د پيل په اړه دی. طالبان وایي، دوی تاوتریخوالی کموي، خو عمومي اوربند به د بین الافغاني خبرو پر مهال رامنځ ته کېږي. افغان حکومت هم د تاوتریخوالي کمول حللاره نه بولي، خو عمومي او اوږدمهاله اوربند مهم بولي.

Share31Tweet2Share1

Get real time update about this post categories directly on your device, subscribe now.

Unsubscribe

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

  • Trending
  • Comments
  • Latest

د وبا شپږ درسونه

نوومبر 28, 2021

د پایلو اعلان، له سولې سره یې تړاو او د امریکا پټ اهداف

فبروري 20, 2020

استرالیایی پوځي: پخپله مې لیدلي چې ملګرو مې عام افغانان وژل

مارچ 16, 2020

ټرمپ د افغانستان په اړه د امريکا له موخو پرده پورته کړه

جنوري 6, 2019

منظور پشتين تربل هر چا د سولې نوبل جايزې مستحق ګڼل شوی

3

کابل او پروان؛ د طالبانو ځانمرګو بریدونو ۱۲۸ کسانو ته مرګ ژوبله واړوله

2

لوګر کې پر یو کور د هوان مرمۍ لګېدو دوه ماشومان وژلي

2

د مسیر ورځپاڼې نننۍ ګڼه په دغه پته ښکته کړئ

2

په روزګان کې د پولیو یوه مثبته پېښه ثبت شوې

اگست 13, 2026

عزیزي: افغانستان د سلګونو کورنیو تولیداتو په برخه کې پر ځان بسیا شوی

اگست 13, 2026

یونیسف: په افغانستان کې وروستیو سېلابونو څه باندې ۲۴۰۰ کسان اغېزمن کړي

اگست 13, 2026

د افغانستان او ایران د کرنې وزیرانو د کرنیزو همکاریو پر پراختیا ټینګار کړی

اگست 13, 2026
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • دریځ
  • ورزش
  • پوهنتون
  • راشه ورشه
  • څېره
  • کتاب
  • تحلیل
  • ژوند
  • لیکنې
  • اړیکې

Designed and Developed By :AhmadNasary    © 2018 Maseer Daily. All rights reserved

No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • دریځ
  • ورزش
  • لیکنې
  • ژوند
  • تحلیل
  • پوهنتون
  • راشه ورشه
  • څېره
  • کتاب

Designed and Developed By :AhmadNasary    © 2018 Maseer Daily. All rights reserved

Welcome Back!

Login to your account below

Forgotten Password?

Retrieve your password

Please enter your username or email address to reset your password.

Log In