د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون وایي ټولې چارې یې بشپړې شوي او یوازې د کمېشنرانو لاسلیک پاتې دی. د شکایتونو کمېسیون وايي، چې دوی تر اوسه د ۳ سوه زره جنجالي رایو په اړه تصمیم نه دی نیولی خو ټینګار کوي، چې تر ډیره دغه کارونه مخکې تللي او یوازې د کمېشنرانو لاسلیک ته پاتې دي. مسولین وايي، د کمېشنرانو ترمنځ د نظر اختلاف د دې لامل شوی، چې دغه پرېکړه ونشي خو زیاتوي، ډیر ژر به خپل کارونه نهايي کړي. د شکایتونو کمېسیون ته دوه ورځې قانوني موده پاتې چې خپل ټول کارونه ختم کړي خو لیدل کیږي، چې دغه پروسه به زیات وخت ونیسي. د شکایتونو کمېسیون مسولین وايي، دوی هڅه کوي، چې خپل ټول کارونه ختم او نتایج له خلکو سره شریک کړي.





























