د بشري حقونو خپلواک کمېسیون وایي تېرکال د افغان ملکيانو لپاره خونړی و. د بشري حقونو خپلواک کمېسیون وایي، د دوی د موندنو له مخې په تېرکال کې د طالبانو ترڅنګ د افغان او بهرنیو ځواکونو په بریدونو کې ۲ زره او ۸۱۷ ملکي وګړي وژل شوي، چې په کې د ماشومانو د تلفاتو کچه لوړه شوې ده. د ۲۰۱۹ میلادي کال راپور کې د افغان او بهرنیو ځواکونو د شپنیو عملیاتو له امله د ملکي تلفاتو کچه لوړه شوې بلل کېږي. د کمېسیون د موندنو پراساس په تېره لسیزه کې د ښځو او ماشومانو په ګډون ټول ۲۸۹۷۹ تنه وژل شوي او ۵۷۸۴۴ ټپیان دي. د بشري حقونو خپلواک کمېسیون وایي، چې په تېرکال کې د ملکي تلفاتو عاملان ۷۱ فیصده طالبان، ۱۴ فیصده افغان ځواکونه او نړیوال ملاتړي ځواکونه، ۵ فیصده داعش او ۹ فیصده نا معلوم کسان دي او د پاتې ملکي تلفات عامل پر کونړ د پاکستان توغندیز بریدونه دي.





























