د فراه ولایت ځایي چارواکي وایي چې د مرکز په شمالګاه نومې سیمه کې د هاوان د لګېدو له امله دوه کسه وژل شوي او لس نور ټپیان دي. د فراه د والي مرستیال مسعود بختور وایي، دوی په دې اړه پلټنې پیل کړې دي او دا پېښه به په هر اړخیزه توګه څېړي. د فراه ولایت په سل بستریز روغتون کې ډاکټران وايي چې د ټپیانو په منځ کې ښځې او ماشومان هم شته دي او روغتیايي وضعیت یې د ډاډ وړ دی.





























