روان کال د جګړو له امله په هېواد کې د بېځایه شوو افغانانو شمېر شپږ سوه زره کسانو ته رسېدلی دی. د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت په تازه خپرو کړو معلوماتو کې ویلي دي چې په روان کال کې تر دې دمه تر شپږ سوه زره پورې افغانان په کور د ننه بې ځایه شوي دي. د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزیر سید حسین عالمي بلخي وایي تر ډېره دغه کسان د نا امنیو، جګړو، ناوړه اقتصادي وضعیت او وچکالۍ له امله بېځایه شوې دي. نوموړی وایي چې له دې ډلې نږدې ۹۵ زره کورنۍ بېړنیو بشري مرستو ته اړتیا لري. سرچینه دا هم وایي چې په تېرو پنځو کلونو کې څلور نیم میلیونه کډوال خپل هېواد ته راستانه شوي دي، چې له دې ډلې ډېری یې په هېواد کې له ناوړه اقتصادي وضعیت سره لاس او ګریوان دي.