د نړیوالو رسنیو د راپورونو له مخې د اروپايي او امریکایي چارواکو له افغانستان د سرتېرو د ایستلو پر مسئله بحثونه کړي دي. د سرچینې په خبره وروسته له دې چې امریکا له افغانستان د خپلو ځواکونو د ایستلو خبره کړې ده، ناټو هم غواړي له دغه هېواد د خپلو ځواکونو د ایستلو مسئله و ارزوي. سرچینو رسنیو ته ویلي چې ځینې غړي هېوادونو غواړي له افغانستان خپل زرګونه سرتېري وباسي نو ځکه ناټو سازمان اړ شوی چې دغه مسئله په هر اړخیزه توګه وارزوي. تر دې وړاندې هم ناټو ویلي وو، چې ځواکونه یې له امریکا سره په ګډه افغانستان ته تللي دي او په ګډه به له دغه هېواد وځي. د ناټو ځینې غړي بیا وایي په افغانستان کې یې د سرتېرو د حضور په اړه وضعیت ته په کتو پرېکړه کوي.





























