جورجیا د افغانستان په شمال کې خپل تازه دمي ځواکونه ځای پر ځای کړي دي. د راپورونو له مخې جورجیا لسګونه سرتېري را لېږلي دي او دوی به د افغانستان په شمال کې له الماني ځواکونو سره په ګډه نظامي اډه کې فعالیت کوي. دوی به د ناټو د غوڅ ملاتړ ماموریت په مخ ته بېولو کې ونډه اخلي. جورجیا دمګړی ۸۳۰ عسکر په افغانستان کې لري چې د ناټو د غوڅ ملاتړ ماموریت ونډه لري او تر ډېره د هېواد په شمال کې دي. ناټو اوسمهال په افغانستان کې ۱۷ زره سرتېري لري چې د افغان ځواکونو د ملاتړ او روزنې ماموریت پر مخ بیایي.





























