د بښنې نړیوالې ادارې په یوه بیانیه کې د افغان رسنیو د اعتراض ملاتړ کوي او وايي، د دغه هېواد دولت دې معلوماتو یا اطلاعاتو ته د لاسرسي قانون ته درناوی وکړي او هغه دې خوندي او پلی کړي. د سې شنبې په ورځ د هېواد دېرشو رسنیزو بنسټونو اعتراض وکړ، چې دلته معلوماتو ته د لاسرسي وضعیت خراب شوی. دوی د یوې بیانیې په خپرولو سره افغان دولت تورن کړ چې معلوماتو ته د لاسرسي قانون یې نقض کړی دی. د بښنې نړیوالې ادارې د اسیا برخې مرستیال عمر وراج وايي، افغانستان کې خبریالان د نړۍ له زړورو رسنوالو دي چې په خورا بدو شرایطو کې فعالیت کوي او د خپل کار له امله له ګواښ، وېرولو او تاوتریخوالي سره مخ دي. دده په خبره د دولت مسوولیت نه یوازې دا چې د خبریالانو ساتنه ده بلکې دوی ته دې د ښه فعالیت ټول امکانات برابر کړي. د بښنې نړیواله اداره همدا راز وایي حکومت اړ دی چې خلکو ته ځوابوینه ولري او په چارو کې روڼتیا په پام کې ونیسي.





























