د امریکا د سمندري ځواک یو پخوانی غړی په خوست کې د حقاني شبکې له لوري تښتول شوی دی. د نیوزویک د راپور له مخې مارک آرفریشز پخوا د امریکا د سمندري ځواک غړی و چې د تېرې جمعې په ورځ په خوست کې تښتول شوی دی. ویل کېږي چې دغه کس د حقاني شبکې وسله والو تښتولی دی خو تر اوسه يې په اړه معلومات نشته دي. امریکایي چارواکو تر اوسه پر دې پېښه غبرګون نه دی ښودلی او رسنیو هم معلومات نه دي ورکړي چې دغه امریکايي وګړی څه ډول د وسله والو لاس ته لوېدلی دی.





























