په افغانستان کې د ناټو ملکي استازي نیکولاس کې ویلي، ناټو به په افغانستان کې د نظامي حضور ترڅنګ له دې هېواد سره خپلو مرستو ته دوام ورکړي. له اجراییه ریاسته په خپرې شوې خبرپاڼه کې راغلي، نیوکلاس کې دا څرګندونې تېره ورځ ناوخته له اجراییه رییس عبدالله عبدالله سره په سپیدار ماڼۍ کې د لیدنې پر مهال کړې دي. سرچینه کاږي، د ناټو ملکي استازي د ناټو سازمان مقر ته د خپل وروستي سفر معلومات اجراییه رییس ته ورکړي دي او زیاته کړې یې ده، د ناټو غړو هېوادونو پرېکړه کړې ده چې د سولې او ثبات تر ټینګښت پورې به افغانستان سره د نظامي حضور ترڅنګ خپلو مرستو ته دوام ورکړي. هغه زیاته کړې، دا سازمان د افغان سولې برخه کې د امریکا د رهبرانو له هلو ځلو ملاتړ کوي. د سرچینې په خبره، دواړو لوریو دغه راز د سولې پر روانې پروسې، ټاکنیزو شکایتونو ته پر ښې رسیدګي او یو لړ نورو موضوعاتو خبرې اترې کړې دي.





























