په کابل کې د سولې ملي آدرس په نوم ډلې د جنګ له ښکېلو خواوو څخه له قید او شرط پرته د سولې خبرې کول غواړي. د سولې ملي آدرس چې تازه له یو شمېر سیاسي ګوندونو، مدني ټولنو او شوراګانو څخه جوړ شوی وايي، چې د جنګ ښکېلې خواوې دې له قید او شرط پرته د سولې خبرې وکړي. دوی غوښتنه کوي چې هرڅه ژر دې همه شموله بین الافغاني خبرې پیل شي. د سولې ملي ادرس غړي سوله د افغانانو لومړنۍ غوښتنه یادوي او پر نړیوالو غږ کوي، چې د افغان سولې په برخه کې صادقانه عمل وکړي. دوی وايي د سولې خبرو پیلېدو لپاره باید د جنګ دروازې وتړل شي او د سولې له روان فرصت څخه دې ګټه پورته شي تر څو افغانان یوې پایداره سولې ته ورسېږي.





























