د سولې ولسي مجمع تر عنوان لاندې په جوړه شوې غونډه کې دیني علماوو د سولې په پایښت ټینګار وکړ. دیني علما وايي، چې سوله د افغانانو لومړیتوب دی او امریکا دې نورې بهانې نه کوي بلکې اوس ددې وخت دی چې د سولې توافقنامه لاسلیک شي. دیني علما وايي، چې اوسنی نظام د جګړې د ختمېدو اراده نه لري او ټینګار کوي، چې د اوسني حکومت سر لاري په قدرت کې د پاتې کېدو هڅې کوي. دیني عالمان او پخواني طالب چارواکي وايي افغانان هره ورځ قرباني ورکوي خو ولسمشر غني قدرت کې د پاتې کېدو لپاره د سولې له پروسې سره مخالفت کوي. دوی وايي چې د حکومت رهبري دې د سولې پر وړاندې مخالفت نه کوي، او که چېرته دغه چاره دوام وکړي نو ولسونه به یې پر وړاندې ودریږي. دیني علما همدارنګه د افغان سولې لپاره د امریکا له ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد څخه غواړي، چې د جنګ طلبه خلکو سره د مشورو پر ځای له هغو خلکو سره خبرې وکړي چې د سولې طرفدار دي.





























