په کابل کې د چین سفیر وايي، هیواد یې افغانستان ته د کرونا ویروس داخلېدو د مخنیوي لپاره ټولې هڅې کوي. د چین سفیر وانګ یو د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت له سیاسي معین او سرپرست وزیر محمد هارون چخانسوري سره لیدنه کې ویلي چې د درملنې کچه مخ په لوړېدو ده. وانګ یو همدارنګه ویلي چې له دغه هیواد څخه بهر د کرونا ویروس ثبت شوې پېښې په چین کې د ثبت شوو پېښو څخه یو سلنه لږ دي. د چین سفیر داسې مهال دا څرګندونې کوي چې د افغانستان د عامې روغتیا وزارت هم د دغه ویروس د مخنیوي لپاره د جدي تدابیرو د نیول کېدو خبر ورکړی دی. په افغانستان کې تر دې مهاله د دغې ناروغۍ د ثبتېدو په اړه راپور نه دی ورکړل شوی.





























