له تېرې سې شنبې راهيسې د امنيتي ګواښونو له كبله د هرات ګمرك د ځينو كاركوونكو كاري اعتصاب دوام لري. د دغه ګمرك مرستيال جاوېد صميم وايي، سږ كال د هرات – اسلام قلعه پر لويه لار د ګمرك شپږ كاركوونكي او كمېشنكاران وژل شوي دي. دى د هرات ګمرك د كاركوونكو د كاري اعتصاب د دوام په اړه د اندېښنې په څرګندولو سره زياتوي، دا كار به د يادې ادارې د عوايدو كمېدو سبب شي. په همدې حال كې د هرات د امنيه قوماندانۍ د مطبوعاتو امريت سرپرست عبدالرووف احمدي ډاډ وركوي، چې پوليس د ګمرك د كاركوونكو امنيت ټينګوي. نوموړى ټينګار كوي، چې د ګمرك كاركوونكي بايد له پوليسو سره په همغږۍ د هرات له مركزه اسلام قلعه ته تګ راتګ وكړي.





























