د سپینې ماڼۍ د نشه یي توکو د کنټرول د ملي تګلارې ادارې په افغانستان کې د تریاکو د تولید په اړه خپله کلنۍ ارزونه اعلان کړه. دغې ارزونې کې راغلي چې د تېرکال په پرتله په افغانستان کې د کوکنارو کرکیله کمه شوې خو د خالصو تریاکو تولید لا هم زیات دی. دا اداره وايي چې په افغانستان کې په ۲۰۱۹ کال کې د کوکنارو کښت ۲۸ سلنه کم شوی دی. په ۲۰۰۸ کې په افغانستان کې ۵۵۵۰ ټنه خالص تریاک تولید شوي وو خو په ۲۰۱۹ کې دا اندازه ۶۷۰۰ ټنه اټکل شوې ده. دا ارزونه وايي چې په بازارونو کې د تریاکو د بیو کموالي د کوکنارو کښت کم کړی خو ښې آب او هوا او د حاصلاتو لپاره مناسبو شرایطو د تریاکو بالقوه تولید زیات کړی دی. سپینه ماڼې وایي چې مخالفین د نشه يي توکو د قاچاق له لارې عاید ترلاسه کوي چې له کبله یې په دغه هېواد کې ناامني او فساد زیات شوی دی. دغې ادارې ویلي دي چې له افغان حکومت سره به ګډ کار وکړي چې دا ستونزې حل شي.





























