اجراییه رییس عبدالله عبدالله کابل کې یوې غونډې ته د وینا پر مهال ویلي، چې افغانستان د ترهګرۍ اصلي قرباني دی او ټینګار یې کړی چې سوله د افغانانو لومړیتوب دی. نوموړي ویلي د امریکا او طالبانو ترمنځ هوکړه به د افغانانو ترمنځ خبرو اترو ته لار پرانیزي. ورته مهال د سولې چارو وزارت ویانده ناجیه انوري هم وايي، تمه ده چې طالب ډلې به د سولې لپاره د افغانستان د خلکو غښتلې اراده درک کړې وي او خپل عملي هوډ دې څرګند کړي څو د دواړو لورو تر منځ د وینې تویول ودرول شي. په همدې حال کې طالبانو ته نږدې سرچینې وايي چې، د تاوتریخوالي د مودې غځولو لپاره د امریکا او طالب استازو تر منځ خبرو، تر اوسه پایله نه ده ورکړې. امریکايي چارواکي هم د طالبانو له لوري د تاوتریخوالي کمولو ته هیله من دي او وايي چې، په تاوتریخوالي کې د پام وړ کمښت کولی شي د خبرو لاره پرانیزي او د افغانانو تر منځ په خبرو کې، کېدای شي پر اوربند هم خبرې وشي.





























