پخواني طالب چارواکي وايي، چې په دوحه کې د امریکا او طالب استازو ترمنځ مذاکرات روان دي، مسوده په خپل ځای ده او هغه شکونه بې ځایه دي، چې د امریکا او طالبانو ترمنځ خبرې په ټپه درېدلې دي. د سولې عالي شورا مرستیال حکیم مجاهد وايي، چې د امریکا او طالبانو ترمنځ په مهمو مواردو بحثونه تکمیل شوي او په ځینو جزیي مسایلو خبرې روانې دي، چې ژر به نهايي او توافق به امضا شي. دوی وايي، چې د امریکا او طالبانو ترمنځ د هوکړې له امضا وروسته بین لافغاني مذاکرات پیلیږي او هیله لري، چې د افغانستان په قضیه کې ټول دخیل اړخونه به په مذاکراتو کې ګډون ولري. په قطر کې د امریکا او طالب استازو تر منځ داسې مهال د سولې خبرې لا هم دوام لري، چې د افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد تیره اونۍ کابل ته راغلی و او له افغان سیاسیونو او چارواکو سره یې په بیلابیلو مجلسونو کې ویلي وه، چې له طالبانو سره یې په خبرو کې د پام وړ پرمختګ کړی دی.





























